ننګرهار: د یوه پاکستاني ځان وژونکي په ګډون ۷ تنه وسله وال نیول شوي دي

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي وايي؛ ځواکونو يې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې اووه تنه وسله وال نیولي.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو درستیزوال محمد ایوب حسین خیل وايي؛ چې په دې نیول شویو کسانو کې یو اولس کلن ځوان هم نیول شوی دی؛ چې د پاکستان اوسیدونکی دی او د ځان وژونکي برید لپاره تیار شوی و:

درستیزوال حسین خیل دغه راز وویل؛ چې له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د سرحدي پولیسو لاس ته ورغلي دي.

په ختیځ کې میشت افغان پوله ساتونکي ځواکونه وايي؛ د دغه اوه کسیزې وسله والې ډلې له نیولو وړاندې يې د بیلابیلو عملیاتو پر مهال یو شمېر وسله وال نیولي او د قانون منګلو ته يې سپارلي دي.