نړېوال بانک د افغانستان له روغتیا وزارت سره سل میلونه ډالره مرسته کوي

نړیوال بانک اعلان کړی چې، د افغانستان له عامې روغتیا سکتور سره به د سل میلیونه ډالرو مرسته وکړي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک ویاند عبدالرووف ضیا نن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې د دې بانک نوې مرسته به د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د اساسي خدمتونو په پراختیا او د روغتیايي کیفیت په ښه والي ولګول شي.

"د دې مرستو عمده هدف د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د روغتونونو او د اساسي خدمتونو پراختیا ده."

نړیوال بانک هېله څرګنده کړه، چې په راتلونکو شپږو کلونو کې د دې روغتیايي پروژې په بشپړېدو سره به په افغانستان کې تر ډېره حده د مور او ماشوم د مړینې اندازه راټیټه شي.