په کندهار کې د یوې ځان وژونکې حملې هڅه شنډه کړای شوه

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو پر ودانۍ د ځانمرګي بريد هڅه شنډه شوه.

په دغه ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال "سيد واقف شاه" وويل؛ چې يوه ځانمرګي هڅه کوله، چې د قول اردو پر ودانۍ بريد وکړي، خو د ساتونکو له خوا تر حملې مخکې ووژل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا دفراه امنیتي چارواکي واییي، چې درې تنه ماین ښخوونکي نن سهار په پشت رود ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.