په فراه ولایت کې درې تنه ماین ښخوونکي د ماین ښخولو پرمهال وژل شوي

د فراه امنیتي چارواکي وایي، چې درې تنه ماین ښخوونکي نن سهار په پشت رود ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغو درېیو تنو غوښتل د فراه د مرکز او پشت رود ولسوالۍ ترمنځ پر غځیدلي سړک ماینونه ښخ کړي.

چارواکي وایي، چې په دې پیښه کې بل چاه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.