"افغانستان به په ۲۰۱۳م کال کې د نړېوالې سوداګرۍ غړی شي"

افغانستان تمه لري چې روان ميلادي کال د نړيوالې سوداګرۍ يا (WTO) سازمان غړى شي.

افغانستان په دغه سازمان کې، چې مرکز يې په ژنيف کې دى؛ له ٢٠٠٤م کال راهيسې د څارونکي غړي هېواد حيثيت لري.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي وايي؛ په دې سازمان کې غړيتوب افغانستان په اقتصادي لحاظ له يوسل او اووه پنځوسو(١٥٧) هېوادونو سره تړي.

صالح محمد صالح د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له وياند وحيد الله غازيخېل څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې؛ چې د نړيوالې سوداګرۍ په سازمان کې به افغانستان کله غړيتوب ترلاسه کړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له وحید الله غازي خېل سره مرکه