کابل چاپ نننیو یوشمېر ورځپانو د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ د عدلي اوقضایي غونډې او همدارنګه د کانکور د ورستیو پایلو په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکي د افغانستان په عدلي اوقضایې غونډه کې پریکړه وشوه؛ چې د څه دپاسه هغه زر بندیان دې ژر خوشې شي؛ چې دبند موده یې بشپړه شوې ده.
ورځپاڼه د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ له خولې لیکي؛ یاد بندیان د نغدي جریمې د نه ورکولو په علت تراوسه پورې نه دې ازاد شوي.
ملي باور:
ملي باور خپلواکې ور ځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ولې ګڼ افغانان زندانونو ته لوېدلي؟
د سرمقالې د لیکوال په بارو د جرمونو د زیاتېدو نور لاملونه هم، فقر، بې کاري، بې چارګي او بهرنۍ لاسوهنې دي، چې له امله یې ګڼو کسانو سرغړونو ته زړه ښه کړی دی.
د لیکوال د معلوماتو پراساس د هغه بندیانو خوشې کول؛ چې نه شي کولای، محاکمو ته د قانون سره سم ټاکل شوې جریمه ورکړي؛ دامهال یو پرځای ګام دی.
یوشمېر نور ورځپاڼو بیا د کانکور په وروستیو پایلو لیکنې او تبصیرې کړې دي
محور:
محور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ په بحران پسې بحران، کانکور ځپلي د طالبانو لیکو ته ځي.
د مطلب لیکوال لیکي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په لوړو زده کړو وزارت کې د ترهګرو تولیدونې ماشین لګېدلی او د ناامنو سیمو ځوانان په سازماندهي ډول د سخت دریځو سنګرونو ته ورټېل وهي.
د مطلب د لیکوال د معلوماتو پر اساس د کانور د یولک اوشپېته زرو ګډونوالو له ډلې یولک او شل زره کسان بې نتیجې دي؛ چې ډېری یې د نا امنو سیمو زده کوونکي دي.
سرنوشت:
بلې خپلواکې ورځپاڼې سرنوشت په سرمقاله کې لیکلي کانکور، افغانستا ن د ټولنیز بې عدالتۍ په لور.
د سرمقالې لیکوال لیکي، د کانکور په بهیر کې د سختو درغلیو رپوټونو ورکړل شوي وو، امنیتي سرچینې وايي، چې د درغلیو په تړاو یې ځینې کسان نیولی هم دي.
د لیکوال د معلومات په اساس له هغو ولایتونو چې د درغلیو رپوټونه ورکړل شوي وو؛ اوس یې پایلې هم خورا ښې دي، خو د هېواد د لویې برخې له ځوانانو سره خورا له انصافه لرې چلند شوی دی.
د سرمقالې د لیکوال په بارو د لوړو زده کړو اوسني چارواکي افغانستان د پراخو ټولنیزو نا انډولۍ لور ته بیايي او دا به هیواد په راتلونکي سخت منفي اغېزه وکړي.
د لیکوال په اند که د افغانستان د یوه ولایت وګړي لوستي او پرمختللي وي او د بل ولایت وګړي نالوستي او وروسته پاتې وي، دا حالات د افغانستان په ګټه نه دی او ټولینز ټکرونه زېږوي.
ورځپاڼه وړاندیز کوي افغان دولت باید د دې بې توپیرۍ اوزیاتېدونکي ټولنیزې بې عدلاتۍ مخه ونیسي ،ځکه دا په سختۍ جبرانېدونکی او ان نه جبرانېدونکی زیان دی.
چمتوکوونکی: رحمت الله افغان