د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت غواړي، امريکايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
د دغه وزارت وياند وحيد الله غازيخېل پرون ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي چې دا مهال په امريکا کې دى، له امريکايي چارواکو سره په کتنه کې به د افغان سوداګرو ستونزې شريکې کړي.
غازيخېل وايي پر دغو مسايلو به په يوه کنفرانس کې خبرې وشي:
”د سوداګرۍ وزير د افغانستان او امريکا د پانګونې په يوه کنفرانس کې چې ټيفا نومېږي؛ د ګډون لپاره په امريکا کې دى. په دې کنفرانس کې د امريکا له چارواکو او سوداګرو سره خبرې کوي او دوى هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير تېره پنج شنبه په يوه لس ورځني سفر امريکا ته لاړ.
ښاغلى احدي په داسې حال کې امريکايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي، چې په افغانستان کې ناامني د پانګوالو او سوداګرو په وړاندې يوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو اوازو هم په افغانستان کې د پانګونې بهير اغېزمن کړى دى.