د م.م څېړونکي د ایران حکومت د بشري حقونو پر سرغړونو تورن کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شوری خاص څیړونکي؛ چې په ایران کې د بشري حقونو د وضعې په اړه تحقیقات کوي؛ په یوه ابتدایي راپور کې یې د ایران پر حکومت انتقاد کړی، چې اساسي بشري حقونو ته درناوی نه لري او د خپل هیواد د قوانینو خیال هم نه ساتي.

دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، وایي، په ایران کې د انتخاباتو قوانین نه عملې کیږي او د جمهوري ریاست لپاره د ایرانیانو د کاندیدو لپاره بې دلیله سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څيړونکې په راپور کې راغلي؛ چې په ایران کې د ژورنالیستانو نیول او تعقیب دوام لري.