شپاړسم پاپ "بېنېډېکټ" له اتو کالو کار وروسته له خپلې دندې استعفی ورکړه

شپاړسم پاپ بېنېډېکټ د نړۍ د کاتولیکې کلیسا د مشر په توګه له نژدې اتو کلونو کار وروسته پرون رسماً متقاعد شو. د بېنېډېکټ له غوښتنې سره سم پرون په سیمه ییز وخت د شپې په اتو بجو د پاپ ځای رسماً خالي شو.

نوموړی پرون له دې مخکې په یوه هیلیکوپټر کې له واتیکان څخه روم ته نژدې د پاپ د اوړي استوګنځي ته ولېږدول شو. نوموړي د دې ماڼۍ له کړکۍ څخه خلکو ته په وینا کې خدای پاماني وکړه:

"څرنګه چې وینئ، نن له پخوانیو ورځو سره توپیر لري. زه به نن د شپې تر اتوبجو د کاتولیکې کلیسا ستر روحاني مشر یم او له هغه وروسته به یو عادي عبادت کوونکی یم؛ چې د ځمکې پرمخ د خپل عبادت وروستی پړاو پیلوي."

په راتلونکې میاشت کې د بل پاپ تر انتخابېدو پورې به د بېنېډېکټ مرستیال کاردینال تارسیسیو بېرتون Tarcisio Bertone د نړۍ د نژدې یواعشاریه دوه میلیارده رومن کاتولیکانو روحاني مشر وي.

۸۵ کلن پاپ د فبروري په یوولسمه نېټه اعلان وکړ؛ چې د روغتیايي ستونزو له وجې نشي کولای خپل کار ته دوام ورکړي او دا په تېرو شپږسوو کلونو کې لومړی ځل دی چې پاپ له دندې استعفی کوي.