د عراق د پلازمېنې بغداد او شاوخوا سیمو په شیعه مېشتو سیمو کې پرون د بمي چاودنو په یوه لړۍ کې لږترلږه دوه ویشت کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
چارواکي وايي، تر ټولو خونړۍ پېښه د بغداد د شمال ختیځ په شولا ولسوالۍ کې چاودنې وې. دا دوه بمي چاودنې د فوټبال یوه سټوډیوم ته نژدې په یو رسټورانټ کې وشوې چې لږترلږه پنځلس کسان په کې ووژل شول.
نورې چاودنې د بغداد د جنوب په عزیزیه Aziziyah، محمودیه Mahmudiya او شرطه الرابعه Shurta al-Rabea سیمو کې وشوې. د دې حملو مسوولیت سمدستي چا نه دی منلی.
دا حملې د عراق د سني مسلمانانو له پلان شویو مظاهرو یوه ورځ مخکې کېږي. تمه ده، چې زرګونه سني مسلمانان به د نوري المالکي پرضد په مظاهرو کې برخه واخلي.
د عراق سنیانو د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د شیعیه ګانو د حکومت له خوا له سنیانو سره د مور- مېرې سلوک بولي؛ له تېرو دوو میاشتو راهیسې اعتراضونه پیل کړي دي.