عراق: د دجلې په سیند کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۷ کسان مړه شول

په عراق کې پرون لږترلږه اوه کسان هغه مهال مړه شول؛ چې د یوه رسټورانټ په بڼه جوړه بېړۍ د بغداد په مرکز کې په دجلې سیند کې ډوبه شوه.

دا بېړۍ پرون ماښام هغه مهال ډوبه شوه، چې د یونیم سل کسانو په ګډون یوه شخصي مېلمستیا په کې روانه وه. پولیس وايي، چې په بېړۍ کې له ټاکلې اندازې زیات خلک سپاره شوي وو او د ډوبېدو علت یې کوم تروریستي برید نه دی.

دا بېړۍ چې یو مشهور لبناني رسټورانټ په کې و؛ په دجلې سیند کې ولاړه وه. پولیس وايي، چې نژدې لس کسان لاهم تري تم دي.