د سالنګونو لویه لار نن د درېیمې ورځې لپاره د خلکو په مخ تړلې پاتې

د سالنګونو لویه لار نن د درېیمې ورځې لپاره د خلکو په مخ تړلې پاتې ده.

د سالنګ ولسوال محمدصابر احمدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د سالنګ لویه لار د ډیرو واورو د وریدو او د برفکوچونو د راتلو له امله تړلې پاتې ده.
ښاغلي احمدي په سالنګ کې په واورو او برفکوچونو کې د مړو شویو کسانو په اړه داسې وویل:

(زموږ یو هېوادوال د کوکلامي په دره کې مړ شوی او یو بل هم ټپي دی او دوه تنه نور چې په شاول سیمه کې برفکوچ وهلي وو د هغوي مړي مو هم راویستل.)
د پروان چارواکي په سیاه ګرد ولسوالۍ کې هم د یوه کس د مړینې او د دوو نورو له ژوبلیدو خبر ورکوي.

د سالنګ لویه لار چې د کال په دې موسم کې اکثره وخت د ورښتونو له امله تړلې پاتې وي اټکل کیږي چې نور برفکوچونه به هم پرې راشي.