د سوریي د دوستانو د ډلې غونډه په روم کې په دې هیله پیلیږي، چې امریکا او اروپایي هېوادونه به هغو وسله والو ته د غیر پوځي مرستو ورکولو نیت اعلان کړي، چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنګیږي.
د لسګونو هېوادونو استازي به نن د سوریي د اپوزیسیون له لویي ډلې سره په غونډه کې په سوریه کې د نژدې دوه کلن وسله وال پاڅون د وړاندې تګ پر لارو چارو خبرې وکړي.
د امریکا نوي د بهرنیو چارو وزیر جان کري له پاریس څخه روم ته رسیدلی دی.
هغه له فرانسوي چارواکو سره د سوریي د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د سوریي د اپوزیسیون لویي ډلې په لومړي سر کې د روم په غونډه کې ګډون کول رد کړي و، خو خپل دغه دریځ یي وروسته له هغې بدل کړ، چې کري وویل، چې په دې غونډه کې به پر یو لړ مشخصو وړاندیزونو خبرې وشي.
لویدیځ خبري اژانسونه وایي، چې په روم کې د یو شمېر هېوادونو استازی دی ته تیاردی چی د سوریی وسله والو مخالفانو ته روغتیایی خدمات او د خوراکی موادو مرستی وروسوي.