د عراق د هوایي شرکت یوه الوتکه پرون له څه باندې دولسیزو وروسته د لومړی ځل لپاره د کویټ په هوایي ډګر کې کښناسته.
له ۱۹۹۰ کال راهیسې، چې د عراق پخواني دیکتاتورصدام حسین پرکویټ یرغل کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتکو تګ راتګ دریدلی و.
د عراق د بهرنیو چارو او ترانسپورت وزیران په ایربس اې ۳۲۰ الوتکه کې سپاره و چې د کویت ښار هوایي ډګر ته له رسیدو سره سم یې کویټي چارواکو هرکلی وکړ.
دواړو هیوادونو تیرکال په دې اړه موافقه وکړه چې له مخې یې بغداد د هغو زیانونو په خاطر چې د عراق له لوري د کویټ د اشغال په وخت کې دې هیواد ته رسیدلي، د کویټ هوایي شرکت ته ۵۰۰ میلیون ډالر ورکوي.
کویټ تراوسه بغداد ته الوتنې له سره ندي پیل کړي.