په شمالي وزیرستان کې یو تن ځايي خبريال ووژل شو

په شمالي وزیرستان کې د میرانشاه د مطبوعاتي مرکز نوی مشر ملک ممتاز

په شمالي وزیرستان کې یو تن ځايي خبريال او د میرانشاه د مطبوعاتي مرکز نوی مشر ملک ممتاز پرون چهارشنبې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې ملک ممتاز د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې خپل کورته پرلاره و، چې په چشمه پل سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا پرې ډزې وشوې.

د نوموړي کورنۍ ویلي، چې له هیچاسره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي، چې دا کار به چا کړی وي.

وسله والو طالبانو او ځايي دولتي مسوولینو د دې پيښې غندنه کړې او ملک ممتاز يې یو بې طرفه خبريال بللی.

بل خوا د نوموړي نژدې ملګری او ازاد خبريال رسول داوړ بیا وايي، چې ارواښاد به تر ډیره په دولتي ادارو کې د اداري فساد په باب تحقیقاتي راپورونه چمتو کول او امکان لري چې همدا يې دقتل سبب شوی وي:

"ملک ممتاز د ترهګرۍ ضد جګړې، وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو سره تړو مسایلو کې کار نه درلود او یواځې به یې ولسي مسالې څیړلې او د هغې په باب به يې راپورونه چمتو کول.

په ځانګړې توګه به يې د پوليټیکلۍ یا ځايي دولتي ادارې په باب تحقیقاتي راپورونه چمتو کول چې په هغې کې به يې په سیمه کې د اداري فساد او ولسي ستونزو ته د دولتي مسوولینو دنه پاملرنې په اړه مسایل سپړل او د چارواکېو له بې کفایتۍ به يې پرده پورته کوله."


د قبائلي ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال ولي خان شینواری وايي په فاټا یا قبائلي سیمو کې د سخت دریزه وسله والو ډلو موجودیت، پوځي عملیات او هم ځايي زورواکان هغه څه دي، چې د ژورنالیستانو ژوند يې له خطر سره مخ کړی دی:

"حکومت کله هم د قبائلي ژورنالیستانو ستونزو ته سمه پاملرنه نده کړې او همدا وجه ده چې نن دیوه بل خبريال دویر پر ټغر کښیناستو."

دقبائلي سیمو او خیبر پښتونخوا ژورنالیستان شکایت کوي، چې د دولت وسله وال مخالفین او پخپله امنيتي و استخباراتي ادارې ددوی پر وړاندې مشکلات ایجادوي.

د پيښور دمطبوعاتي مرکز مرستیال یوسف علي په دې باب ازادۍ راډیو ته وویل :

"ګواښونه ډير دي، له بیلابیلو لوریو له خطر سره مخ یو خو عمده هغه د طالبانو او نورو وسله والو ډلو او حکومتي ادارو له خوا دي.

که یو خبر د حکومتي چارواکېو په مزاج برابر نه وي هغوی اخطارونه راکوي او که د طالبانو په مزاج برابر نه وي نو بیا دهغوی له ګواښونو او خطر سره مخ یو.

که یوه ته مو هلاک او بل ته دشهید کلمه وکاروله نو بیا له سختو مشکلاتو او خطرسره مخ کېږو"


په پاکستان کې د ژورنالیستانو بیلابیلو بنسټونو او ټولنو دا پيښه غندلې او له حکومته يې دقاتلینو د نیولو غوښتنه کړې.

د ژورنالیستانو دتحفظ نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې پاکستان د ژورنالیستانو لپاره یوله خونړیو هیوادونو بللی.

تیر میلادي کال په دې هیواد کې شپاړس ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکې وژل شوي دي.

راپور: مجیب الرحمان انګار