په الماتې کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونه ترمنځ د تهران د اتمي پروګرام په اړه خبرې، د اپريل په مياشت کې په همدې ښار کې د نويو خبرو په اړه پر موافقې پاې ته ورسيدې.
د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشتن وروسته ترننيو خبرو په الماتې کې خبري کنفرانس کې وويل، هغه هيله منه ده چې له ايرانه د هغه وړانديز په اړه چې د نړۍ د قدرتونو له خوا شوي يو مثبت ځواب تر لاسه کړي.
زياته يي کړه:
"(E3+3) اي درې جمع دري، بريتانيا، فرانسي جرمني، چېن، روسيي او متحد ايالاتو يو تجديد نظر شوی وړانديز جوړ کړي، چې فکر کوو دا د رغنده خبرو لپاره يو عادلانه او متوازن بنسټ دي."
اشتن دمخه تر دې چې ايران دا وړاندې شوي طرحې ولولي د دې طرحو په اړه د تفصيل له ورکولو ډډه وکړه.
اشتن دا تاييد کړه، چې نوې خبرې به د اپريل په پينځمه او شپږمه په الماتې کې ترسره شي.
تر دې دمخه په استابول کې د متخصيينو غونډه ترسره کېږي. د ايران د مذاکراتو مشر سعيد جليلي وويل، د نړېوالې ټولنې وړانديزونه تر پخوا ډير ريښتني وو.
جليلي زياته کړه، ايران د يورانيمو د توليد په برخه کې تر شلو فيصدو پورې د يورانيمو د غني کولو په اړه په ازاده بحث ته تيار وو، خو د فردو د يورانيمو د غني کولو د تاسيساتو د تړلو احتمال يي لیرې وباله.