"زموږ ګډ کمیسیون به په رسنیو کې غیر معیاري لهجې او لغتونه په ګوته کړي"

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په لږو ورځو کې به یو ګډ کمیسیون وګماري، څو په رسنیو کې د ملي ژبو ارزښت ته پام وشي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني د چهارشنبې په ورځ ازادی رادیو ته وویل، د دې کمیسیون د پریکړو په اساس به له هغو رسنیو سره قانوني چلند وشي، چې په ژبه کې غیر معیاري لهجې او نامانوسه لغتونه کاروي.

د ملي ژبو د ارزښتونو خوندي ساتلو ته د جمهوررییس کرزي د فرمان له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په دی برخه کې یي یو لړ اقدامات پیل کړي دي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني د چهارشنبې په ورځ ازادی رادیو ته وویل، په هېواد کې ځیني رسنۍ شته چې د رسنیو د قانون خلاف په خپلو پروګرامونو کې یو شمېر بهرنۍ لهجې او« نه منل شوي » لغتونه کاروي.

نوراني وویل، د دې سرغړونو مخنیوي ته به په نږدې راتلونکي کې یو مسلکي کمیسیون وګمارل شي:

"د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزیرانو شورا له پریکړې وروسته د دې وزارت مرستیال موظف کړ، چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو، ژب پوهانو او نورو متخصصینو په ګډون یو کمیسیون جوړ کړي.

دا کمیسیون به مساله وڅیړي او غیر معیاري لهجې او لغتونه به په ګوته کړي."


تیره اوونۍ د وزیرانو شورا په وروستۍ غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې د ملي ژبو ارزښت او لهجو ته دې پام وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې افغان حکومت د رسنیو د سرغړونو پر وړاندې اقدام کوي بلکې ویل کېږي، چې تر اوسه په دې هکله شویو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

راپورونه وایي، اوس هم داسې رسنۍ شته چې په پروګرامونو کې یې بهرني لغتونه او غیر معیاري لهجې کاریږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د کومې رسنۍ نوم نه یادوي، خو وایي، چې وروسته له دې به د رسنیو سرغړونې جدي ونیسي.

له دې مخکې ځینو رسنیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا ډول اقدام، د بیان د ازادۍ د زندۍ کول هڅه بللې وه.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ملي ژبو خوندیتوب ته د حکومت هڅه ستایي او وایي، چې د ملي ژبو د ارزښتونو خوندي ساتلو او معیاري پراختیا ته یي ځانګړي پروګرامونه ترتیب کړي دي.

سرمحقق عبدالباري راشد وایي:

"د نامنل شوېو لغتونو کارول، چې ورځ په ورځ فرهنګ د ترږمې خوا ته بیایي او له ځوان نسله د صحیح لغتونو د کارولو موقع اخلي، دا سم کار نه دی.

د جنګونو په کلونو کې په پښتو او دري ژبو کې یو شمېر پردیو لغتونو ځای ونیو او د علومو اکاډمی هم دومره فعاله نه وه چې مخه یي ونیسي.

د دې اکاډمی د ژبو او ادبیاتو څانګه به په نږدې راتلونکې کې په دې هکله اقدامات وکړي."


په افغانستان کې اوس مهال شاوخوا پنځوس تلویزیونونه، یوسلوپنځوس رادیوګانې او په لسګونو چاپي رسنۍ فعالیت کوي، چې خلک د ځینو رسینو په پروګرامونو کې د پردیو لغتونو او غیر معیاري لهجو پر کارونې انتقادونه کوي.

راپور: خان محمد "سیند"