په سالنګونو کې "۵۴" برف کوچونه راغلي

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، په سالنګونو کې ۵۴ برف کوچونه راغلي، چې د سالنګونو د ساتنې دوه تنه کار کوونکي په کې مړه شوي دي.

د فواید عامې وزارت پر لویو لارو له ټولو مسافرینو غواړي، چې د وروستیو واورو او بارانونو په خاطر دې، د لویو لارو د ساتونکو لارښوونو ته جدي پام وکړي.

د دې وزارت چارواکي وايي، د سالنګونو ترڅنګ د هېواد په 8 ولایتونو کې د وارو او بارانونو له امله لوی لاري بندي سوي، چې ځني لاري اوس هم بندي دي.

د دې وزارت مرستیال انجنیر احمدشاه وحید د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په سالنګونو کې تردې مهاله 54 برف کوچونه راغلي، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس او کارکوونکي ډله هم تر واورې لاندې شوي او دوه تنه وژل شوي.

دغه وزارت وايي، د سالنګ لار اوس بنده ده او د خلاصولو لپاره یې کار کوي.

نورستان، بامیان، غور، غزني او ډایکندي هغه ولایتونه دي، چې واورو لارې په کې بندي کړي او د غزني په کوتل کې 5 تنه ژوبل شوي هم دي.

بل خوا په افغانستان کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې د ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادۍ راډیو ته وویل، چې د روان کال په ژمي کې سیلابونو، واورو او یخې هوا 48 تنه وژلي.

همدا رنګه له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره وايي، د راتلوونکې کال د غوايي تر میاشتې پورې د سیلابونو خطر شته او دوی ته د ډیر احتیاط سپارښتنه کوي.

د فواید عامې وزارت وايي، په راتلوونکو دوو اونیو کې به د جاپان له خوا هغه مرسته شوي وسایل هم افغانستان ته را ورسیږي، چې د واورو او لویو لارو په پاکولو کې به کار ځیني اخیستل کېږي.

د راپورونو له مخې افغانستان یو غرنی هېواد دی، چې هر کال د ژمي په موسم کې یې د بېلابېلو ولایتونو لوی لارې د واورو او بارانونو له امله تړل کېږي او خلکو ته هم زیان رسیږي.

راپور: معصوم میوند