اذربایجان به له افغانستان سره د ګمرکونو د ظرفیت جوړونې په برخه کې مرسته وکړي

اذربایجان وایي، چې له افغانستان سره به د ګمرکونو د ظرفیت جوړونې په برخه کې مرسته وکړي.

د اذربایجان د ګمرکونو کمیټې مشر ایدین الین نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې دغه هېواد له ګاونډیو هیوادونو سره د ګمرکونو د مرستې په برخه کې ښې اړیکې لري.

دې همدا راز وایي، چې په مرکزي آسیا کې د دوی دغه اړیکې به د دې لامل شي څو د افغانستان او نورو آسیایي هیوادونو تر منځ ښې اړیکې رامنځ ته کړي.