د سالنګونو لویه لار د ډیرو واورو وریدو له امله له درې ورځو راهیسې تړلې ده

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د سالنګونو لویه لار د ډیرو واورو وریدو له امله له درې ورځو راهیسې د موټرو او خلکو پر مخ تړل شوې ده.

د دې وزارت یو مرستیال احمد شاه وحید نن خبریالانو ته وویل، چې د دوی دوه تنه کارکوونکي هم د واورې لاندې دي او د را ایستلو لپاره یې هڅې روانې دي:

(له تیرو درې ورځې راهیسې په سالنګونو کې درې متره واوره وریدلې چې لاره یې د خلکو او موټرو پر مخ بنده کړې او په خبره یې د خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.)