د تونس د کورنیو چارو وزیر علي لعریض (Ali Larayedh)وایي، د وژل شوي سیاسي مخالف سیاستوال د قتل په اړه یي د جرم څلور تنه مرسته کوونکې نیولې دي.
لعریض وايي، د شکري بلعید قاتل پیژندل شوی، خو لا تر اوسه ندی نیول شوی.
لعریض چې د نوی کابېنې د جوړولو په مقصد، موظف صدراعظم هم دی، زیاته یي کړه:
د جرم نیول شوې مرسته کوونکې او قاتل ټول د یوې سخت دریځې اسلامي ډلې غړي دي. ده د ډلې نوم یاد نکړ.
بلعید چې د واکمن اسلامې ګوند النهضه سخت انتقاد کوونکې و، د فبرورۍ په شپږمه د خپل کور بهر، څلور ډزې ویشتل شوی و. د نوموړي له قتل وروسته په تونس کې شخړې راپورته شوې او مظاهره کوونکو له امنیتي ځواکونو سره نښتې وکړي.
د سیاسی بحران او شخړو له امله د تونس صدراعظم حمادي جبالې استعفی وکړه.