جان کري په برلین کې له انګیلا میرکل او نورو جګ پوړو مشرانو سره خبرې وکړې


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سې شنبې په ورځ په برلین کې د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل او نورو جګ پوړو مشرانو سره خبرې وکړې.

د دوي خبرې د ایران په اټمي پروګرام او د سوریې په شخړې متمرکزې وې.

کري وویل، د نړېوالې ټولنې په وړاندیزونو کې ایران هڅول شوی چې د خپلو اټمي څېړنو په اړه د اندیښنو د لېرې کولو لپاره دې پاخه ګامونه پورته کړي:

(کوم شی چې زه کولای شم هغه دا دی چې په جرمني کې د ننیو خبرو په جریان کې زه خپله هیله څرګنده کړم.

فکر کوم چې زموږ هیله به خبرې پر مخ بوزي او ایران به په خپله د ستونزې د حل لپاره د ډپلوماسۍ لار انتخاب کړې).

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروسته د روسیي د بهرنیو چارو له وزیر سرګیې لافروف سره هم وکتل.

دا په داسې حال کې ده، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

کریملن د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې په سوریي باندې د نورو بندیزونو لګولو مخه نیولې، امریکایان یي منعه کړې چې روسې ماشومان به د فرزندي لپاره نه وړې او واشنګټن د روسیې د بشري حقونو سابقه غندلې ده.