شاخوا ۵۰۰ کسانو د میدان وردګو په میدان ښار کې مظاهره وکړه

شاخوا پنځه سوو کسانو د سې شنبې په ورځ د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې مظاهره وکړه او امریکایي خاص ځواکونه یي په سیمه کې په شکنجو او وژنو تورن کړل.

مظاهره کوونکو: مرګ پر امریکا شعارونه ورکول او د امریکایي خاصو ځواکونو د سمدستې وتلو غوښتنه یي کوله.

مظاهره کوونکو ګواښ وکړ، که چېري غوښتنه یي ونه منله شې، له طالبانو سره به یو ځاي شي.

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د یکشنبې په ورځ ویلي و، چې په وردګ ولایت کې ټول ديره امریکایي خاص ځواکونه باید په دوو اونیو کې ووځي او تور یي ولګاوه، کوم افغانان چې له خاصو امریکایي ځواکونو سره کار کوي، بې ګناه خلک یي شکنجه او وژلي دي.

د امریکا پوځي چارواکو په واشنګټن کې ویلي، د افغانستان دفاع وزارت او ملي امنیت سره په همکارۍ یي مساله څیړلې او داسې کوم شواهد یي نه دی میندلې چې وښیې د امریکا خاص ځواکونه په شکنجه کولو او یا وژلو کې دخیل وو.