مخابراتو وزارت د کابل ښار له دکانونو سلګونه غیر قانوني سیم کارتونه راټول کړي دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وایي؛ چې په کابل کې یې سلګونونو غیر قانوني سیم کارتونه له دکانونو راټول کړي دي.

د دې وزارت د خدماتي چارو د تنظیم د ادارې مرستیال انجینیر خیرمحمد فیضي نن خبریالانو ته وویل؛ چې په کابل ښار کې درې دکانونه د غیرقانوني سیمکارټونو د خرڅلاو په تور تړل شوي هم دي.

"یو شمیر سیم کارټونه چې په دې نمایندګیانو کې موجود و؛ د روشن شرکت مربوط ۲۵۲ کارټونه، ۱۱۴ کارټونه د اتصالاتو او ۱۴۱ کارټونه د ام ټي ان شرکت و، چې له دوی څخه ضبط شوه ځکه چې د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې قوانین یې په پام کې نه وه نیولي."

پخوا تر دې د افغانستان حکومت په بازارونو کې د غیر قانوني سیمکارتونو د خرڅلاو له امله ځینې مخابراتي شرکتونه جریمه کړي هم دي.

خو له دغو اقداماتو سره سره په کابل ښار کې ناراجستر شوي سیمکارتونه پلورل کیږی.