په مصر کې د یوه هوايي بالون د چاودېدو له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي

یو هوایي بالون د مصر لرغوني ښار، الاقصر ته څیرمه وچاودید او ټکر یې وکړ. دې پیښې نولس ګرځندویان ووژل.

مصري چارواکي وایي، چې پایلوټ او یو مسافر ژغورل شوي دي، خو د دوی د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه دې ویل شوې.

د دغې کمپنۍ ویاند چې بالونونه یې د الاقصر ښار پر سر الوتنې کوي او یوه امنیتي مسوول وویل، کله چې بالون نژدې درې سوه متره لوړ شوی و؛ د ګازو چاودنه په کې وشوه.

له رپوټ سره سم یو شمیر قربانیان د جاپان، فرانسې او بریتانیا دي، خو د نورو تابعت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

په الاقصر کې د فرعونانو د معابدو د لیدنې لپاره، همداراز د وادي الملوک په سیمه کې د توت عنخ امون د قبر سربیره د نورو ګورونو د لیدلو لپاره بالونونه د ګرځندویانو یوه عامه او غوره وسیله ده.