په هندوستان کې یو تن پاکستان ته جاسوسۍ په تور نیول شوی دی

په هند کې پولیس وايي، چې یو هندی تبعه یې پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

امنیتي چارواکي وايي، پنځه دېرش کلن "سومرخان" یې هغه ځای ته چې تېره اونۍ د هند هوايي ځواک پوځي تمرینات په کې کول نژدې نیولی دی. پر نوموړي تور لګېدلی چې د اوسپنیزسوک په نوم د دې پوځي تطبیقاتو په اړه معلومات یې اسلام ته استول.

له پاکستان سره ګډ سرحد ته نژدې په ختیځ راجستان ایالت کې په دې پوځي تطبیقاتو کې ولسمشر پراناب موکرجي او صدراعظم منموهن سنګ دواړه حاضر وو.

معلومه نه ده چې پاکستان ته په جاسوسۍ تورن "سومرخان" څه وخت نیول شوی. په دې اړه اسلام آباد هم تراوسه څه نه دي ویلي. هند او پاکستان له دې مخکې هم یو پربل د جاسوسۍ تورونه لګولي دي.