د سوریې حکومت پرون له وسله والو مخالفینو سره چې؛ د رژیم د نسکورولو هڅه کوي، د خبرو وړاندیز وکړ.
د سوریې د بهرنیو چارووزیر "ولیدالمعلم" د روسیې د بهرنیوچارو له وزیر سیرګي لاوروف سره په مسکو کې تر کتنې وروسته؛ په دې اړه خپله طرح وړاندې کړه او ویې ویل، چې په سوریه کې وضعیت یوه ټاکونکي پړاو ته رسېدلی.
خو د وسله والو مخالفینو د پوځي شورا غړي مصطفی عبدالکریم دا وړاندیز رد کړ. په همدې حال کې د سوریې ملي ايتلاف ویلي؛ چې په روم کې د سوریې د بحران په اړه په جوړېدونکې کنفرانس کې به ګډون وکړي.
دې ایتلاف له دې مخکې ویلي وو، چې په سوریه کې د روان تشدد په وړاندې د نړیوالو د پټې خولې پاتې کېدو پرضد د اعتراض لپاره به د روم په غونډه کې ګډون ونه کړي.
د یوه بل خبر له مخې پرون ماښام د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د سختو چاودنو او ډزو راپورونه ورکړل شوي دي. د دولتي خبري آژانس سنا د راپور له مخې دې چاودنو چې ویل کېږي؛ ځانوژونکې موټربم حملې وي، تلفات هم اړولي دي.