د امریکا او افغانستان اړیکې بیا پيچلي شوي

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې پردې تبصره کړې، چې جمهور ریس حامد کرزي په وروستیو کې په میدان وردګ ولایت کې د امریکا ځانګړي ځواکونه (سپيشل فورس) او د هغوي افغان ملګري د ملکي خلکو په اختطاف او شکنجې تورن کړل او له دې ولایت څخه یې د هغوي د وتلو فرمان یې ورکړ.

ورځپاڼې په لیکنه، د جمهو ر ریس حامد کرزي دفتر ادعا کوي، چې په وردګو کې د امریکا د خاصو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پوهنتون یو محصل نیولی شوی او بیا په داسې حال کې موندل شوی، چې سر او ګوتې ورڅخه پرې شوې وو.

په همدې ولایت کې په يوه بله پيښه کې، د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ۹ تنه نور افغانان نیول شوي، چې تر اوسه لادرکه دي.

د میدان وردګ ولایت د پولیسو مشر سردار محمد ځاځي، لانجلس ټایمز ورځپانې ته ویلي، چې د دې ادعاو د څيړلو لپاره یې کسان په دنده ګومارلي دي، خو تر اوسه د دې ادعاو په ملاتړ کې هیڅ ډول شواهد لاس ته نه دي ورغلي.

ښاغلي ځاځي ویلي: د دې مسالې په ارتباط هیڅ اسناد مې په لاس کې نشته.

د لاس انجلس ټایمز په وینا، دا تر ټولو وروستۍ پيښه ده، چې د امریکا د متحدو ایالاتو او د جمهور ریس حامد کرزي د حکومت ترمنځ د اړیکو د خرابوالي څرګندونه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، دا د راتلونکی کال تر پایه له افغانستانه په نرمۍ او کرارۍ د ۶۶ زرو امریکايي عسکرو د ایستلو لپاره، د متحدو ایالاتو هڅو ته یوه بله ضربه هم ده.

لاس انجلس ټایمز لیکي: د ولسمشر بارک اوباما په مشرۍ حکومت له ډيرې مودې راهیسې جمهور ریس حامد کرزي ته د په زړه برابر همکار په سترګه نه ګوري.

د ولسمشر اوباما ادارې په مکرر ډول په افغانستان کې په اداري فساد کې د جمهور ریس کرزي د نږدې کسانو د لاس درلودلو د ادعاوو څخه شکایت کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د جنورۍ په میاشت کې د ولسمشرانو اوباما او کرزي لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یوه تازه پيل وګڼل شو، خو په وروستیو اونیو کې د ایتلافي ځواکونو د فعالیت په اړه د جمهور ریس حامد کرزي له شکایتونو داسې څرګندیږي، چې دا اړیکي بیا پيچلي شوي دی.

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې بیا د دایکندي ولایت د مرکز نیلي د ښاروالۍ عذرا جعفري د ژوند په اړه تبصره خپره کړې ده.

ګارډين لیکي: عذرا جعفري د دایکندي د مرکز نیلي د ښاروالۍ په توګه د ټاکل کیدو پر وخت پوهیده، چې په دې لرې پراته ښارګوټي کې د سرک جوړولو او پانګونې ته جدي اړتیا ده.

میرمن جعفري په دې هم خبره وه، چې د څلورو ماشومانو لویول او په میاشت کې د ۷۶ ډالرو تنخواه په بدل کې له سهاره تر مازدیګره د داسې یوه ښار د چارو د مسولیت اخیستل اسان کار نه دی، چې په ډیر ابتدايي وضعیت کې دي.

خو د ګارډین په حواله، هغه څه، چې میرمن جعفري تمه نه درلوده دا وو، چې یوه ورځ یو مقتدر ملا د کار دفتر ته ورغی او ویی ویل:

نیلي ښار به کله هم داسې ښارواله ونه مني، چې فکر کوي، چې یو څو پروژې به په دې خاطر تر لاسه او عملي کړي، چې ښځه ده او زموږ په ښځو کې به نفوذ وکړي.

ګارډين لیکي: همدا سړی درې میاشتې وروسته په خپله د عذرا جعفري دفتر ته ورغی او د نیلي په ښار کې د هغې هڅې یې وستایلې.

ده ښاروالۍ عذرا جعفري ته وویل، چې که یوه نارینه د دې د کارونو نیمايي برخه هم ترسره کړې وای نو اوس به د نیلي ښار (ګل او ګلزار) وو.

د دایکندي ولایت د مرکز نیلي ښاروالۍ عذرا جعفري د ګارډین ته ویلي: موږ اوس یوځای کار کوو او زه دې ملا ته ځانګړی درناوی لرم.

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼه د میرمن جعفري په حواله وايي، چې خلکو ته یې ثابته کړې ده، چې د هغوي د ژوند د ښه کیدو لپاره کار کوي او د ښار اوسیدونکي ښاروال صاحب ورته وايي.