د سوریې حکومت ضد ایتلاف د سوریې د ملګرو هېوادونو په غونډه کې برخه اخلي

د سوریې د حکومت د مخالف ملي اېتلاف مشر وايي؛ دوی به په روانه اونۍ کې د سوریې د ملګرو هیوادونو په کانفرانس کې چې د نړۍ قوتونه په کې برخه اخلي، ګډون وکړي.

معاذ الخطیب دا اعلان وروسته له هغې کړی؛ چې د سوريې د حکومت ضد ملي ایتلاف له دې وړاندې ویلي وو؛ چې پر حلب ښار د حکومتي ځواکونو د وروستیو حملو په عکس العمل کې دوی په دې کانفرانس چې راتلونکې پنجشنبه په روم کې جوړیږي؛ برخه نه اخلي.

خطیب په فیس بوک لیکلي، چې ده دا پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې د امریکا او برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو ورسره ژمنه وکړه؛ چې په دې کانفرانس کې به د سوریې د خلکو د کړواونو د کمولو لپاره ځانګړې مرستې وکړي.

له دې نه مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له معاذ الخطیب څخه غوښتي وو؛ چې د روم په کانفرانس کې د نه ګډون پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

"موږ پوهیږو، چې د سوريې خلک غواړي د دې کانفرانس نتیجه وویني؟ زه معاذ الخطیب ته وایم، چې موږ هم دا غواړو او د دې نتیجو د ترلاسه کولو لپاره غوره لاره دا ده؛ چې له موږ سره یو ځای شئ او د دې بحث برخه وګرځئ."

د سوریې د بشري حقونو فعالان وايي، چې پر حلب ښار د حکومتي ځواکونو په ورستیو راکټي بریدونو کې سلګونه ملیکان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سوریې په څه کم دوه کلنه شخړه کې تر اوسه پورې شاوخوا اویا زره کسان وژل شوي دي.