نۍ یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره له حکومته غواړي، چې د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څیړلو کمیسیون لغو او پر ځای یې د ډله ییزو رسنیو کمیسیون رامنځ ته کړي.
د دې ادارې اجرایوي مشر عبدالمجیب خلوتګر نن یوې خبري غونډي ته په دې اړه داسې وویل:
(موږ له سترې محکمې څخه غواړو چې د اساسي قانون له مخې، د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو د څیړلو کمیسیون لغو کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړو چې د ډله ییزو رسنیو د کمیسیون جوړولو ته اقدام وکړي.
کوم کمیسیون چې د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې دنده لري څو د رسنیو د سرغړونو پيښې او شکایتونه و څیړي.)
د نوموړي په خبره د ۱۳۸۸ کال د قانون له مخې د ډله يیزو رسنیو کمیسیون دنده لري، چې د رسنیو د سرغړاونو او شکایتونو پيښې و څیړي، خو لا هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د شکایتونو کمیسیون ساتلی دی.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې دوی غواړي د ډله ییزو رسنیو په کمیسیون کې ځیني تغیرات راولي او د راتلونکي کال له لومړیو څخه به دا کمیسیون خپله دنده پيل کړي.