مشرانو جرګې په ایران کې د افغانانو د وروستیو اعدامونو لړۍ په شدت وغندله

د افغانستان مشرانو جرګې په ایران کې د افغانانو د وروستیو اعدامونو لړۍ په شدت سره وغندله.

د دې جرګې په خبره د ایران د مخکنیو ژمنو له مخې تمه وه، چې په دې هېواد کې د افغانانو اعدام په اوږدې مودې بند بدل شي.

مشرانو جرګې د یوه بیان په ترڅ کې له نړېوالو بنسټونو او افغان حکومته غوښتلي څو په ایران کې د کارګرانو په شمول د افغانانو پټ او ښکاره اعدامونه په جدي توګه تعقیب کړي.