په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یوه ویاند ویلي هیڅ داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي چې د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا په میدان وردګ ولایت کې د بد چلند په اړه د افغان چارواکو ادعا ثابته کړي.
د ایساف ویاند ګونترکتز نن په کابل کې په داسې حال کې دا خبره وکړه، چې جمهور رییس کرزي امر کړی څو د امریکا ټول خاص ځواکونه دې په څوارلسو ورځو کې له میدان وردګو ولایت څخه ویستل شي.
افغان حکومت ادعا کوي چې له خاصو امریکایي پوځیانو سره ملګري افغانان ټول افغانان ځوروي او بد چلند ورسره کوي.
د ایساف ویاند وایي، د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه له افغان حکومت سره یو ځای کار کوي څو دا مساله ورته روښانه کړي.
خو نوموړي زیاته کړه، ایساف تر هغه وخته نه شي کولای په دې اړه جزیات ورکړي تر څو چې د ناټو چارواکي د دې مسالې په اړه د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې ونه کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه په ښه توګه په افغانستان کې جګړې مخ ته بیايي.