د اسراییل د دفاع وزارت وايي، چې په بریالیتوب سره یې د (ارو 3 ) په نوم د مزاییلو ضد دفاعي سیسټم پرمختللی ډول ازمویلی دی.
اسراییل وايي، چې دا ازموینه یې د امریکا د متحدو ایالاتو سره په ګډه ترسره کړې ده.
د مزاییلو دا دفاعي سیسټم به اسراییل ته د دې توان ورکړي، چې د ایران له خوا د لري واټن ویشتونکو ( بالیستیک ) مزاییلو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.
د اسراییل د دفاع وزارت نن وویل، چې دا ازموینه د (3 Arrow) دفاعي سیسټم په پراختیا کې یو ستر ګام وو، چې واخیستل شو.
دا سیسټم د اسراییل او امریکا د بوینګ کمپنۍ له خوا په ګډ جوړ شوی دی.
د دې سیسټم نوی ډول له پخواني سره دا توپير لري، چې په ډیره لوړه ارتفاع کې هم د اسراییل د خاورې په لور ور توغول شوي مزاییل په نښه کولای شي.
ایراني (شهاب) مزاییل، چې اتمي مردکۍ (سرګلوله ) لیږدولای شي تر ۲۰۰۰ کیلومره پورې لرې نښه ویشتلای شي، چې د اسراییل خاوره هم پدې فاصله کې شاملیږي.
اسراییل باور لري، چې د ایران اتمي او د لېرې واټن ویشتونکي مزاییل د دوي د خاورې ته ګواښ دی.