د م.م د سازمان د بشري حقونو شورا د ۴۷ غړو هېوادونو استازي غونډه لري

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو شورا د ۴۷ غړو هېوادونو استازي نن غونډه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دا دوه ویشتمه غونډه د مارچ میاشتې تر ۲۲ نیټې دوام کوي.

په دې یوه میاشتنی غونډه کې به د بشري حقونو پر څرنګوالي خبرې وشي.

غونډې ته به د بشري حقونو د شورا مشره ناوي پيلي خپل کلنی رپوټ هم وړاندې کړي.

دا شورا به همدا راز د سوریې، شمالي کوریا، میانمار یا برما او ایران په ارتباط د خپلو استازو رپوټونه واوري.