د بغلان په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې یوه کس خپل درې خپلوان وژلي

د بغلان ولایت په خوست اوفرنګ ولسوالۍ کې یوه کس خپل درې خپلوان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د بغلان ولایت د خوست او فرنګ ولسوال محب الله محقق آزادي راډیو ته وویل دغه ځوان کس تیره شپه د خپلې کورنۍ له یوه غړي سره تر لفظي شخړې وروسته خپل درې خپلوان وژلي او شپږ نور یې هم ټپیان کړي دي.

د محقق په خبره په ټپیانو کې د حمله کونکي ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

محقق وایي، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

محقق زیاته کړه، حمله کونکي په تیښتې بریالي شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو جدي هلې ځلې دوام لري.