جان کري به په لندن کې د بريتانيا له مشرانو سره خبرې وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن په لندن کې د بريتانيا له مشرانو سره خبرې کوي.

دا د بهرنيو چارو د وزير په توګه د جان کري تر ټاکل کېدو وروسته د ده لومړنى بهرنى سفر دى.

ټاکل شوې ښاغلى کري د بريتانيا له صدراعظم ډېوېډ کامرون او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير ويليم هېګ سره وګوري او خبرې به يې تر ډېره د امريکا او اروپا د اړيکو او د سوريې، ايران او شمالي کوريا په اړه وي.

کري مخکې تر دې چې نن شپه ناوخته برلين ته سفر وکړي، په لندن کې په يوه خبري کنفرانس کې ګډون کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير نهو اروپايي او د منځني ختيځو هېوادونو ته په سفر وتلى دى.