په قبرس کې د ولسمشرۍ د دوهمې دورې انتخابات د نیکوس اناستازیادېس ګوند وګټل

په قبرس کې د ولسمشرۍ د دوهمې دورې انتخابات د منځلاري ښي اړخي ګوند نیکوس اناستازیادېس Nicos Anastasiades وګټل.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستيو نتایجو وښوده چې د دیموکراتیک مارش ګوند مشر اناستازیادېس په سلو کې 57.5 رایې او د ده سیال د کمونیست ګوند کاندید ستاوروس مالاس Stavros Malas په سلو کې 42.5 رایې ګټلې دي.

په قبرس کې چې په دوو برخو یعنې په یوناني او ترکي برخو وېشل شوی د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترټولو مهمه د اقتصاد مساله وه.

اناستازیادېس له اروپايي کمیسیون، د اروپا له مرکزي بانک او د پیسو له نړیوال صندوق سره د یوې چټکۍ معاملې له پلويانو دی څو قبرس له اقتصادي بحرانه د ژغورنې لپاره د 17.5 میلیارده یورو په ارزښت مالي مرسته ژرترژره ترلاسه کړي.