افغان حکومت به د پاتې کېدونکو نړېوالو پوځیانو پر فعالیتونو بشپړه څارنه وکړي

افغان حکومت غواړي، له ۲۰۱۴ کال وروسته په هېواد کې د پاتې کېدونکو نړېوالو پوځیانو پر فعالیتونو بشپړه څارنه وکړي او د هغو پاتې کېدل د دوو اړخیزو موافقو له مخې تنظیم کړي.

د افغانستان د دولت د ریاست ویاند پرون په خپله خبري غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ یادونه وکړه چې د نړیوالو محاربو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت باید د ټولو نړیوالو قواوو پر ټولو اړخونو بشپړه څارنه ولري:

"له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هرراز حضور د افغانستان له اسلامي دولت سره یوه دوه اړخیز توافق ته اړتیا لري او یوازې د افغان دولت د موافقې په صورت کې د دې هېوادونو ځواکونه کولای شي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

د دوي د پوځي ځواکونو د دېره کېدو سیمې، د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر، د هغو د دندو څرنګوالی، دا ټول له دولت سره د دوه اړخیزو خبرواترو په نتیجه کې باید روښانه شي."


ټاکل شوې، چې امریکا او اروپايي متحدان یې خپل پوځي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه وباسي.

خو لویدیځو حکومتونو ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو د روزنې او له تروریزم سره د مبارزې د دوام لپاره به یوشمېر ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي، خو د دې ځواکونو د شمېر او د دندو د څرنګوالي په اړه جزییات تراوسه نه دي روښانه شوي.