فلسطیني چارواکو د شنبې په ورځ د هغه فلسطیني بندي د مړینې په اړه د نړیوالو څیړنو غوښتنه کړې؛ چې په دې وروستیو کې د اسرایلو په زندان کې مړ شوی دی.
د اسراییلو د زندانونو د ادارې ویاندې ویلي دي، چې دیرش کلن فلسطینی "عرفات جاردات" ظاهرا د زړه د درېدو له کبله په زندان کې مړ شوی دی.
د فلسطین صدراعظم سلام فیاد د دې خبر په اړه خواشیني ښودلې ده او د لودیدیځې غاړې څخه په جلا شوې هیربون ښار کې یې مظاهرې راپارولي دي.
په ورستیو اونیو کې په اسراییلو زندانو کې د فلسطیناینو د وضیعت په اړه انتقادونه زیات شوي دي.
یو شمیر کسان په ډله ییزو اعتراضونو کې د هغو څلور بندیانو ملاتړ کوي؛ چې د نه خوړولو په اعتصاب یې لاس پورې کړی دی او په لسګونو مظاهره کونکي د اسراییلي ځواکونو سره نښتو کې ټپیان شوې دي.
اسراییلو څلور زره اوه سوه فلسطینان په زندانونو کې اچولي دي؛ چې د کاڼو د ګوزارونو څخه نیولې د اسراییلو تر وژنې پورې په تورنو تورن دی.