ایټالیویان د یکشنبې په ورځ په پارلماني انتخاباتو کې رايي ورکوي. دا په تیرو څو کلونو کې یو له هغو انتخاباتو ګڼل شوي دي چې له نژدې څارل کیږي.
څارونکي وايي، د راکړې ورکړې بازارونه په دې اړه وارخطا دي چې ایا ددې انتخاباتو په نتیجه کې به داسې یو پیاوړی حکومت رامنځ ته شي کنه چې ایټالیا له مالي رکود څخه را وباسي او د ایرو زون د پورونو د ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.
نظر پوښتنې ښيي چې مرکزي کیڼ اړخې مشر پیر لویږي مخکې دی؛ خو څارونکي ډاډمن نه دي، چې نوموړی به وکړای شي، داسې یو ثابت اکثریت تر لاسه کړي، چې په ایټالیا کې ضروري اقتصادي اصلاحات راولي.
په نظر پوښتنو کې د سلویو بارسکونې دریځ هم پیاوړی ښودل شوې دی، چې څلور ځله د ایټالیا صدراعظم و او د رایو ورکونکو د ورماتولو لپاره یې د مالیو د بیرته ورکولو ژمنه کړې او د رسنیو له لارې یې پر خپلو مخالفینو حملې پیل کړي دي.
ټاکل شوې ده چې نن یکشنبې او سبا دوشنبې به خلک رايې ورکړي او تمه ده چې د سې شنبې په ورځ وختي به د انتخاباتو لومړني نتایج رابرسیره شي.