د کابل په شېرپور سیمه کې امنیتي کسانو پر یوه شکمن موټر ډزې کړي دي

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، چې نن سهار شاخوا نهه نیمې بجې امنیتي کسانو د شیرپور په سیمه کې په یوه شکمن موټر باندې ډزې کړي.

د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه موټر غوښتل د ملي امنیت ریاست یوه څانګه ته ننوځي خو تر ننوتو مخکې امنیتي کسانو ډزې ورباندې کړي دي.

"د شېرپور څلور لاري ته څېرمه په یوه کوڅه کې چې پخوا هم انتحاریان ور ننوتلي وو، د امنیت ریاست د هماهنګي د دفتر ساتونکي یو پراډو موټر چې دوه تنه په کې سپاره وو ډزې کړي دي."

د دې پیښې په هکله نور حال به وروسته خپاره کړو