لوګريان: په محاکمو کې مو دوسيې د بډو په ورکولو فیصله کیږي

د لوګر اوسېدونکي شکايت کوي، چې په محاکمو کې يې دوسيې د بډو د نه ورکړې له امله پاتې دي.

دوی وايي، هرهغه څوک چې د لوګر په محکمه کې دوسيه ولري؛ پرته له بډو ورکولو يې نه شي خلاصولی؛ د خلکو په خبره کلونه، کلونه د بډو د نه ورکړې له امله د لوګر په محاکمو کې د دوی دوسيې ځنډېدلې او پرېکړې يې نه دي شوې.

د لوګر محکمې مخ ته ولاړ يو کس چې پنډه کاغذونه يې په لاس کې نيولي وو؛ وویل، چې محکمه داسې ده لکه صرافي، که څوک اسناد نه لري،بډې ورکوي او بیا یې فیصله په حق کې کیږي:

“ځان خو نه معرفي کوم، خوزموږ په محکمه کې حقوقي دوسيه ده، څوک چې اسناد لري، بډې نه ورکوي، بې حقه کيږي او څوک چې اسناد نه لري او بډې ورکوي په حق کې يې پرېکړه کيږي؛ دلته چې څومره خلک راځي له مشکل سره مخ دي، قاضيان داسې دي لکه صرافي ته چې داخل شې قاضيانو ته چې چا څه ورکړل د هغوی طرفداري کوي، عادلانه فيصله بايد وشي داسې بايد نه وي چې بډې ورکړي هغه يې وګټي او هغه د اسنادونو والا کس تر پښو لاندې کړي."

دغه کس دا هم وويل، چې له څو کلونو راهيسې په محکمه کې دوسيه پرته ده او پرېکړه يې نه کيږي:

"زموږ دوسيه له ۱۳۸۶ څخه شروع شوې ده او د څو محکمو فيصلې مو په لاس کې دي؛ خو څوک مو نه اسنادو ته ګوري او نه هم د لومړۍ محکمو فيصلو ته، قاضيان داسې نه وايي، چې دا د چا حق دی، ما سره اسناد دي، خو دوسيه مو نه خلاصيږي، خو له چا سره چې نشته د هغوی په ګټه فيصله کيږي، زموږ ځمکه ده دلته ځو راځو څوک مو دوسيه را اړي هم نه ."

د لوګر ګڼ اوسېدونکي چې د محکمې مخ ته د خپلو دوسيو د خلاصون په خاطر انتظار و؛ د خپلو دوسيو او د لوګر محکمو په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

“زه حاجي درانی د سپېس اوسېدونکی. موږ په خپله هم په محکمو کې پيسې ورکړې، زموږ کلي کې د امريکايانو په ټانک پسې ماين والوت؛ بيا يې زموږ له کلي څخه په زوره ځوانان راوستل؛ چې تاسو طالبان يې هغه داسې کسان و، چې په قومنداني کې يې کار کاوه، بيا مو په محکمه کې پيسې ورکړې هلکان خلاص شول ."

د ګال اغاپه نامه یوه بل کس وویل، چې حکومت د یوه میل سلاح لپاره ورته دوسیه جوړه کړه او پنځوس زره روپۍ یې جریمه کړ، د ده په وینا، کله چې دی د خپلې تداوۍ لپاره پاکستان ته تللي و، د ده په غیاب کې فیصله شوې وه. ګل اغا وايي، اوس په ښکاره ترې د پیسو غوښتنه کیږي، که پیسې ورنه کړي نو بیا یې کار نه کیږي.

د لوګر ولایت د التمور سیمې اوسېدونکی بیا وايي:

"محکمه کار کشاله کوي، خلاصوي يې نه بس تاريخ درکوي نن راشه، سبا راشه پرېکنده پرېکړه نه کوي، يوازې د پيسو له پاره."

د خلکو دغه شکايتونه د لوګر د محکمې ريیس قضاوت مل محمد نجيم حميدي ردوي وايي؛ دوی په محکمه کې کومه داسې دوسيه نه لري، چې له خپل ټاکلي وخت دې ځنډېدلې وي، نوموړی زياتوي ورته راغلې دوسيې کله،کله کېدای شي وخت ونيسي او د کار په جريان کې خلک شکايت کوي.

د لوګر ولایت د محکمې ریيس قضاوت مل محمد نجيم حميدي، د خلکو دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، چې قضیه باید د یوه تن په ګټه فیصله شي:

"د حقوقي قضيو په اړه که خلک شکايت لري، موږ په محکمه کې داسې دوسيې نه لرو، چې ځنډېدلې وي که کومه مشخصه قضيه وي، کېدای شي، ستونزه يې هواره کړو، موږ په مدني قضيو کې هم داسې دوسيه نه لرو، چې دومره ځنډېدلې وي لکه خلک چې وايي، داسې وي چې ځينې خلک په دې خاطر شکايت کوي چې محکمه د قضيې دواړه لوري نه شي خوشالولی يو لوری به يې خامخا خپه کيږي، څه ډول چې قضيه حکم کوي هغسې به پرېکړه کيږي، موږ د يو قاضي په مېز کې اېښې دوسيه نه لرو چې کار دې نه وي ورباندې شوی."

د لوګر د ولايتي شورا ريس عبدالولي وکيل احمدزی د خلکو دا خبرې نه ردوي چې په محاکمو کې يې دوسيې ځنډېدلې وي؛ خو وايي د بډو اخيستو په اړه د خلکو خبرې تر يو بريده ښايي سمې نه وي نوموړی زياتوي :

"د ولايتي شورا ټول سروکار خو د سياسي بنديانو سره وي چې په دې برخه کې د لوګر محاکمو ډېر ښه کار کړی دی، خو که خلک دا شکايت کوي چې حقوقي او مدني قضيې يې ځنډېدلې دي نو تر يو بريده يې کېدی شي خبره رښتيا وي. “

د لوګر اوسېدونکي له مرکزي دولته غوښتنه کوي چې د محاکمو په خاطر يې هيت ور واستوي څو پورې د دوی شته ستونزې او دوسيې وڅيړي او دوی له ستونزو او بډو ورکولو او اخيستلو څخه خلاص کړي.

راپور: داود تپان - لوګر