د ننګرهار ولایت د ملي امنیت دفتر ته څیرمه په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته ویلي؛ چې نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ملي امنیت دفتر د میلمستون پر ودانۍ چاودنه شوې؛ چې په پایله کې یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي؛ د قومندانۍ د امنیت امر معصوم خان وايي، چې په دې پيښه کې د امنیت دوه تنه کارکوونکي وژل شوي.
د سیمې د خلکو په خبره چاودنه ډيره قوي وه او د میلمستون ودانۍ يې هم کېنولې ده.
وسله والو طالبانو د دې پيښې مسولیت په غاړه اخیستی او ادعا يي کړې؛ چې په دې ځان وژونکي برید کې د ملي امنیت څوارلس تنه کارکوونکي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.