"د م.م د بشري حقونو شورا دې په ایران کې د افغان زندانیانو وضعیت ته پاملرنه وکړي"

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غواړي؛ چې په ایران کې دې د افغان زندانیانو وضیعت ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون اجرایوي رییس محمد موسی محمودي ازادي راډیو سره خبرو کې؛ په ایران کې د لسو افغان زندانیانو اعدام ته په اشارې وویل، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید په ایران کې د افغان زندانیانو وضیعت په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي.

د تخار ولایت څخه د ازادي راډيو د خبریال په یو راپور کې وايي؛ چې په وروستۍ یوه اونۍ کې د ایران څخه دې ولایت ته د لسو کسانو مړې وروړل شوي دي چې هلته اعدام شوي وو.

د اعدام شويو زندانیانو لس جسدونه د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې خاوروته سپارل شوې. د دې ولسوالۍ زرګونو اوسیدونکو د شنبې په ورځ د ایران ضد مظاهرې وکړې او دا اعدامونه یې وغندل.

دوی د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ډلو وغوښتل؛ چې د دا ‌ډول اعدامونو مخه دې ونیسي.

دا لومړي ځل نه دی چې ایران افغانان اعداموي، بلکې تر دې مخکې هم ایران څو واورې افغان زندانیان په دار ځړولي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان چارواکو له ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي دي؛ ډیر کله افغان زندانیان په ایران کې پرته له دې چې مدافع وکیل ولري او یا په عادلانه توګه محاکمه شي په اعدام محکومیږي.

دې سازمان هم له ایراني چارواکو غوښتي؛ چې له دا ډول اعدامونو څخه دې لاس واخلي.