د کندهار چارواکي وايي له سړکونو څخه به امنیتي موانع لرې کړي

د کندهار ولایت چارواکي وايي، چې په راتلونکیو څو اونیو کې به د دې ولایت له ډيرو سرکونو څخه امنیتي موانع چې ډیرې یې لویې سیمټي خښتې دي لرې کړي.

د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې، د دې موانعو لرې کول، د کندهار د والي د مرستیال او د کندهار د ښاروال د دفترونو له شا او خوا څخه پیل شوي دي.

د کندهار د والي مرستیال عبدالقدیم پټیال له خولې په خبر پاڼه کې ویل شوي دي؛ چې د کندهار د امنیتي وضیعت سمون ته په کتنه به له ډیرو سیمو دا موانع لرې شي او په تګ راتګ کې به د خلکو ستونزې هواري شي.

دا مهال د کابل په ګډون د افغانستان په ډیرو لویو ښارونو کې ګڼې لارې او کوڅې دې امنیتي موانعو بندې کړي؛ چې په ښارونو کې یې تګ راتک ستونزمن کړی دی.

کابل کې هم د لارو کوڅو څخه د سیمټي موانعو د لرې کولو یو پروګرام پیل شوی؛ خو پشپړ نه شو او لا هم د دې ښار ډیرې کوڅې اوسړکونه تړلي چې ترافیکي ستونزې او ګڼه کوڼه یې زیاته کړې ده.