"د کانونو قانون به ډېر ژر تصویب شي"

د افغانستان کابینې د شنبې په ورځ په یوه ځانګړې غونډه کې پریکړه وکړه چې د کانونو قانون به د را روانې دوشنبې په ورځ تصویب کړي. په دې قانون کې چې له اوږدې مودې راهیسې یې تصویب ځنډ‌ول شوی و د بدلونونو یو لړ سپارښتنې د عدلیې او کانونو وزارتونو ته شوې چې تر دوشنبې پورې یې په قانون کې راولي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر د شنبې په ورځ په یو خبر پاڼه کې وویل؛ چې د افغانستان کابینې په یوې ځانګړې غونډه کې د کانونو قانون د هیواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي بهیر کې مهم قانون وباله او په اصولو کې یې تایید کړ.

د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارلانشا په یوې خبر پاڼې کې ویلي دي؛ چې د دې قانون مسوده، ولسي جرګې ته د تصویب لپاره استولو ته چمتو ده.

د ولسمشر حامد کرزي د ویاند دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي؛ چې کابینه به د دوشنبې په ورځ دا قانون له خپله اړخه په بشپړه توګه تصویب کړي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي؛ چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ کابینې په خپلې ځانګړې غونډې کې د کانونو او عدلیې وزارتونو ته دنده وسپارله؛ چې په دې قانون کې دې د دوشنبې تر ورځې ځینې بدلونونه او اصلاحات راولي او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې دې وروستۍ مسوده د تصویب لپاره وړاندې کړي.

د کانونو د سپړنې په هر ډول قراردادونو...:

په دې بدلونونو کې چې کابینې یې سپارښتنه کړې؛ دا دي چې د کانونو د استخراج لپاره دې مقیده داوطلبي په عومي توګه له قانون څخه وایستل شي او د قانون روحیه یې دې داسې ترتیب کړي؛ چې په کې د کانونو د سپړنې په هر ډول قراردادونو او جوازونو کې د عامې داوطلبۍ اصل د اساسي معیار په توګه په نظر کې ونیول شي.

همدارنګه کابینې سپارښتنه کړې ده، چې په قانون کې دې له کانونو څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره جدي او کافي ضمانتونو ځای کړی شي.

د رویټرز خبري اژانس د افغان کابینې له خوا د کانونو د قانون لومړني تایید ته په اشارې وايي؛ چې د لویدیځ مرسته کوونکي هیوادونه به د دې خبر هرکلی وکړي؛ ځکه لویدیځو مرسته کوونکي، چې افغانستان ته یې تر ۲۰۱۵ م کالو پورې په ملیاردونو کلنۍ مرستې منلې دي، د کانونو د راسپړنې څخه د دې هیواد د راتلونکې عوایدو په تمه دي.

د افغانستان ملي ګټې نه دي خوندي شوي:

په تېر جولای میاشت کې د افغانستان کابینې د کانونو د قانون مسوده رد کړې وه او ویلي یې وو، چې په قانون کې د بهرنیو د ګټو په وړاندې د افغانستان ملي ګټې نه دي خوندي شوې.

رویټرز خبري اژانس وايي، افغانستان چې د نړۍ بې وزله هیواد دی او حکومت یې هم د نړۍ د ګوټو په شمیر هغو حکومتونو څخه دی؛ چې اداري فساد په کې ډیر دی، په راتلونکې لسیزه کې د کانونو له درکه عواید د دې هیواد لپاره حیاتي کڼل کیږي.

افغان حکومت تیر کال ویلي وو، چې تیل او د کانونو د استخراج عواید تر ۲۰۱۶م کال پورې د دې هیواد له اقتصاد سره یو نیم ملیارد ډالر مرسته کولی شي؛ خو د کانونو د قانون په تصویب کې ځنډ دا تمه تر ډیره راکمه کړې وه.

د قانون ردول د مرسته کوونکو هېوادونو لپاره حیرانونکې وه:

رویټرز خبري اژانس وايي، کله چې په تیر جون کې د کانونو د قانون مسوده افغان کابینې او نورو لوړو پوړه چارواکو رد کړه، نو د امریکا او نورو بهرنیو مرسته کوونکیو لپاره دا ناڅاپي او حیرانونکي وه.

ولسمشر کرزي هغه مهال ددې پریکړې ملاتړ کړی و او ویلي یې وو، چې پر دې قانون دې بیا له سر غور وشي؛ څو ډاډمنه شي، چې د افغانستان ملي ګټې په کې په ښه توګه خوندي دي.

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو، چې په کابینه کې د کانونو د قانون له تصویب وروسته دا قانون ولسي جرګه کې د تصویب لپاره درې څلورو اونیو ته اړتیا لري. ټاکل شوې چې د افغانستان ولسي جرګه د مارچ په لومړۍ اونۍ کې خپلې غونډپیل کړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د حکومت یو اټکل له مخې افغانستان د زرو، تیلو، اوسپنې، میسو په شمول د یو ټریلونو امریکايي ډالرو څخه د زیاتو پیسو په ارزښت طبیعي زیرمې لري.