په ايران کې اعدام شوي لس افغانان خاورو ته وسپارل شول

د اعدام شوي کس کورنۍ

د تخار په کلفکان ولسوالۍ کې نن هغه لس تنه خاورو ته وسپارل شول؛ چې په دې وروستیو ورځوکې په ایران کې اعدام شوي وو.

د اعدام شوو کسانو کورنۍ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې له افغان حکومت او د بشر د حقوقو له ارګانونوڅخه وغوښتل؛ چې په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامولو مخه ونیسي.

راپورونه وایي، چې په ایران سلګونه افغانان د مخدرو موادو د قاچاق او داسې نورو جرمونوپه تور په اعدام محکوم شوي دي.

تردې پخوا هم لسګونه تنه افغانان په ورته توګه په ایران کې اعدام شوي؛ چې ویل کیږي، د یوشمیر جسدونه یې هم افغانستان ته نه دي سپارل شوي. فريدې هوډ سيفي ورڅخه معلومات غوښتي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ديان احمدي راپور