په افغانستان کې د میوو د ځینو صادروونکو شرکتونو مسوولین شکایت کوي؛ چې د تولیداتو د صادرولو پرمهال یې اداري کارونه څو ورځې ځنډیږي.
دوی ازادي راډیو ته داهم وویل چې، د تولیداتو د معیاري دسته بندۍ لپاره هم ورسره د دولت له خوا لازمه مرسته نه ده شوې.
د قدیرروف د شرکت ريیس حاجي محمد کبیر او د نوي یعقوبي د شرکت ريیس حاجي عبدالاحد وایي:
"یوقلم مال بهرته په یوساعت یادوه ساعتونو کې صادریږي، دلته څلورپنځه ورځې غواړي، اداري کارونه ډېر پیچلي دي، وخت مو په دفترونو کې ډېر ضایع کیږي."
حاجي عبدالاحد د نوي یعقوبي شرکت ريیس وايي چې، د برېښنا د نشتوالي ستونزه لري، د همدې له معیار سره برابر پروسس نه شو کولی.
د میوو او سبزیجاتو د صادراتو د پراختیا اداره وایي؛ که څه هم اوسمهال د دوی نیمګړتیاوې په بشپړه توګه نه دي اوارې شوي؛ خو په وروستیو کلونو کې د میوو د پروسس چارې دپخواپه نسبت ښې شوي او معیاري دسته بندۍ ته یې هڅې روانې دي.
د دې ادارې ريیس سید عظیم مصطفی هاشمی وویل؛ اوسمهال د هېواد میوې کابو « درې څلویښتو» هیوادو ته صادریږي:
"اوسمهال په کابل ښار کې نهه، په مزارشریف درې او په کندهار کې څلور د میوو فابریکې فعالې دي، یوازې د هېواد تازه میوه او قالینې پاکستان په خپل نامه بهرته صادروي، نورې موږ په خپله صادروو، اوس هم د صنعتي معیاري پارکونو ضرورت شته، چې د میوو ساتنه او پروسس په کې وشي."
هاشمي داهم وویل، اوس هم د افغانستان میوې، قالینې او ځینې نور تولیدات په پاکستان کې دسته بندي او بیا د هغه هیواد د تولیداتو په نوم بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د حکومت هڅې جاري دي څو د تولیدي فابریکو له فعالیتونو سره مرستې وکړي.
د دې وزارت ویاند وحیداله غازیخېل ازادي راډیو ته وویل:
"اوس په دفترونو کې د مالیې، سوداګرۍ وزارتونو او د اتاق تجارت نماینده ګان ناست او د دوی کارونه کوي، کافي برېښنا نه لرو خو بیاهم نورو ته لس افغانۍ في کیلوواټ او دوی ته شپږ افغانۍ ده.
د درې زره جریبه ځمکې پیشنهاد مو وزارت زراعت ته کړی او د فابریکو مالکینو ته به ورکړل شي، د میوو پروسس کې باید دوی په خپله زیات کار وکړي، د سوداګرۍ وزارت د دوی ملاتړی دی."
د سوداګرۍ وزارت وایي، بهر ته د هېواد د تولیداتو او محصولاتو فعالیتونه د اقتصاد د بازار د پالیسۍ له مخې تر ډېره ځایه خصوصي سکتور ترسره کوي او په کار ده، دا سکتور د تولیداتو او محصولاتو لوړ کیفیت ته پام وکړي.
څو ورځې مخکې د افغانستان د جمهور ريیس دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي د صادرونکو شرکتونو د ريیسانو یوې غونډې ته وویل؛ څرنګه چې د هېواد صادریدونکي تولیدات او محصولات د هیواد نماینده ګي کوي، باید کیفیت او دسته بندۍ ته یې ډیره پاملرنه وشي.
کتوونکي وايي، په هیواد کې دننه که د ملي تولیداتو پروسس او بسته بندۍ ته سم امکانات برابر شي، بهر ته به یې صادرات هم زیات شي.
راپور: خان محمد سیند