کابل: د میربچه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو د عامه نظم ځواکونو د مشر پرضد مظاهره وکړه

د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو نن په کابل کې د دې ولایت د عامه نظم ځواکونو د رییس پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکي چي په کابل کې د یوناما د دفتر مخې ته سره راټول شوي وو، د عامه نظم د پولیسو پر رییس زمري پيکان تور لګاوه، چط په دې ولسوالۍ کې یې 4 ملکي وګړي څه موده مخکې وژلي.

دوی وايي، چي ولسمشر حامد کرزي ته یې خپل شکایتونه وړاندې کړي، خو د دوی غږ یې نه دی اورېدلی.

خو افغان حکومت او د کابل د عامه نظم د پولیسو ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.