د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي، امریکا او جاپان ژمنه کړې ده، چې د شمالي کوریا نوې اټمي ازموینې ته به غښتلی ځواب ورکوي.
شمالي کوریا د روانې میلادي میاشت په پیل کې نوې اټمي آزمیښت کړی و.
جمهور رییس بارک اوباما د جمعې په ورځ په واشنګتن کې د جاپان له صدراعظم "شینزو ابې" سره خبرې وکړې او شمالي کوریا ته یې د دغه غښتلي ځواب ورکولو مساله یاده کړه.
د تير ډسبمر میاشتې راهیسي چې د شینزو ابې ښي اړخی لیبرال ډموکرات ګوند بیا په جاپان کې واکمن شوی، له اوباما سره یي دا لومړۍ کتنه وه.
ابې وویل، له جمهور رییس بارک اوباما سره یي په کتنې کې پر شمالي کوریا د نورو بندیزونولګولو موضوع وڅیړله.
"زما حکومت د شمالي کوریا د اټمي آزمیښت په اړه په پیونګ یانګ باندې نوي بندیزونه لګولې دي. د شمالي کوریا اټمي هیلې د زغم وړ نه دي.
که چیري شمالي کوریا د اټمي وسلو پروګرام او د توغندیو ټکنالوژۍ پریږدي او ټول تښتول شوي جاپاني محصلان خوشي کړي، بیا به هم زما حکومت ورته انعام ورنه کړي. دا یوه سیمه ییزه مسله نه ده، بلکه نړیواله مسله ده. زما په نظر، جاپان باید له متحده ایالاتو، جنوبي کوریا، ملګرو ملتونو او نورو سره سخت کار وکړي، چې د شمالي کوریا د اټمي هیلو مخه ونیسي."
شینزو ابي او جمهور رییس اوباما دغه راز د جاپان او چین تر منځ، د چین په ختیځ کې د یو شمیر کوچنیو ټاپوګانو پر سر د اختلافاتو په اړه هم خبرې وکړې. د دغو ټاپوګانو د ملکیت پر سر د چین او جاپان تر منځ لانجه رامنځ ته شوې ده.